WFPوايي،سختو بارانونو او سېلابونو روانه میاشت افغانستان کې ۵۴۰ تنه مړه کړي دي

WFPوايي،سختو بارانونو او سېلابونو روانه میاشت افغانستان کې ۵۴۰ تنه مړه کړي دي

د خوړو د نړیوال پروګرام یا د WFP مرستیال ویاند ضیاالدین ساپي د مې شلمه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان په شمال، شمال ختيځو او لوېديځو ولايتونو کې دا میاشت سختو اورښتونو او سېلابونو ٥٤٠ کسان وژلي دي.

 هغه همداراز په ختیځو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی خو د مرستندویه هېوادونو لخوا د مرستې کمښت ته یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ښاغلي ساپي په خبره د بودیجې کمښت به  دوی دې ته اړ کړي چې خپل بیړنۍ مرستې راکمې کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام د سږ کال لپاره لس میلیارده ډالرو مرستو ته اړتیا لري، چې تر اوسه یې پنځلس فیصده ترلاسه کړي دي.