UNHCR د خوست او پکتیا ولایت له زلزله ځپلو سره ژمني مرستې کړي دي

UNHCR د خوست او پکتیا ولایت له زلزله ځپلو سره ژمني مرستې کړي دي

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، UNHCR وایي، په پکتیا او خوست ولایتونو کې یې د سرطان میاشتې ویجاړونکې زلزله ځپلو ته ګرمې سرپناوې برابر کړي دي.

د افغانستان لپاره د UNHCR څانګې پرون په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د ژمی له پیلېدو مخکې، د خوست په ګیان ولسوالۍ کې یې له اوو زره ډېرو کورنیو سره د نغدو پیسو او د کورنیو توکو مرستې کړي دي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په وینا د دې مرستو هدف دا و چې هره کورنۍ د ځان لپاره د سونګ مواد واخلي او په ژمي کې د تودوخي لپاره وسایل ولري.

د تېر کال شدېدې زلزلې د پکتیکا ګیان او برمل ولسوالیو او د خوست سپیرې ولسوالۍ خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي و.