Archive for Category: NEWS

ا.ا وايي د اتو کانونو د استخراج قراردادونه به لاسليک کړي

د کانونو وزارت ویاند عصمت الله برهان وايي، راتلونکې میاشت به په هرات او غور ولایتونو کې د ۸ کانونو قراردادونه لاسلیک کړي د ښاغلی برهان  په وینا د دغو کانونو د استخراج لپاره ۲۵۰ غوښتنلیکونه ترلاسه شوي چې غور پرې روان دی هغه دا هم وویل چې، د...

Read More

په کابل کې دوه انسان تښتونکي وژل شوي او د دوو برمته شوي کسانو د ژغورنې خبر ورکړل شوی دی

.ا.ا وايي، په کابل کې یې دوه انسان تښتونکي وژلي او دوه تنه برمته شوي کسان یې د هغوی له منګولو ژغورلي دي .د ا.ا ویاند انعام الله سمنګاني پرون پر ټویټر یوه وډیو خپره کړې چې برمته شوي کسان په هغه وډیو کې وايي، د ا.ا د استخباراتو...

Read More

د ا.ا دفاع وزارت غواړي خپلو عسکرو ته پوځي رتبې ورکړي

.د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلې، د دې هدف لپاره د رتبو د تثبیت کمېسیون پرون (چهارشنبه) په کار پیل وکړ .په خبرپاڼه کې ویل شوي چې کمېسیون به تعلیمي او جهادي اسنادو ته په کتو خپلو کسانو ته مناسبې پوځي رتبې ورکوي  .مخکې هم  ياد وزارت ادعا...

Read More

انګېلا ميرکل د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې معتبره جايزه وګټله

انګېلا میرکل د جرمني پخوانۍ صدراعظمې د نانسن په نوم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې معتبره جایزه وګټله. د هغې د ستاینه وشوه، چې د خپل قدرت پر مهال یې د پناه غوښتونکو د خوندیتوب لپاره کلک هوډ درلود. په سوریه کې تر جګړې وروسته د کډوالو تر...

Read More

امريکا وایي داسې شواهد نه لري چې ګنې اوکرايين ته دي نږدې، روسيې د اټومي وسلو کارولو لپاره تياری نیولي وي

امریکايي چارواکي وايي، داسې شواهد نه ‌لري چې د رسنیو هغه راپورونه تأیید کړي چې ګنې روسیه به اوکرايین ته نږدې د جګړې په ډګر کې د اټومي تاکتیکي وسلو کارولو ته د تیارۍ په حال کې وي. د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې لارا کوپر پرون د اکتوبر...

Read More

ا.ا ادعا کړې ده چې د داع ش ډلې د بهرنيو اړيکو مالي مسؤل یې نيولی دی

د ا.ا استخبارات وايي، د پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې د ‘خوارجو’ د ډلې د بهرنیو اړیکو او مالي چارو مسؤل نیولی دی. ا.ا د خوارجو اصطلاح د اسلامي دولت ډلې یا داع ش د غړو لپاره کاروي. دغه بیان کې چې پرون د استخباراتو پر رسمي ټویټر...

Read More

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به له پاکستان او بنګله دېش سره دوې تمريناتي لوبې وکړي

 د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم، د پاکستان او بنګله دېش په وړاندې د نړیوالو شل اوریزو لوبو په لړ کې به دوه تمریناتي لوبې وکړي. د کرېکټ نړیوالې شورا د مهالوېش له مخې د افغانستان ټیم د اکتوبر پر ۱۷مه د بنګله دېش او د اکتوبر پر ۱۹مه...

Read More

اف او ای وايي، د افغانستان په ۱۴ ولايتونو کې یې د غواګانو د پوستکي ناروغي ثبت کړې ده

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې دې ادارې پرون په یو ټویټ کې ویلي، ياده ناروغي د دې سبب شوې، چې د غواګانو د شیدو تولید او وزن کم شي. همداراز دغې ادارې  د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د غواګانو د واکسین پروګرام پیل کړی چې...

Read More

پاکستان غواړي له افغانستان سره سواداګریزو اړیکو ته پراختیا ورکړي

د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی دی، چې د پاکستان مالیې وزیر محمد اسحاق دار د کابل لپاره له خپل نوي سفیر عبید الرحمن نظاماني سره د ا.ا  له حکومت سره د تجارتي اړیکو پر پراختیا ټلیفوني خبرې کړي دي.. په راپور کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو ښو...

Read More

د کابل خونړي برید وروسته د هیواد په ځینو ولایتو کې لارینونه شوي

په کابل کې د جمعې د ورځې له خونړي ځانمرګي برید وروسته په تېرو دوو ورځو کې د پلازمېنې په ګډون په بامیان، غزني او هرات ولایتونو کې لارینونه شوي دي معترضو ښځو چې تر ډېره یې تورې جامې اغوستې وې شعارونه ورکول چې: ” پوهنه زموږ حق دی،...

Read More