Archive for Category: NEWS

د ا.ا یو چاواکي له پاکستانه غوښتنه کړې چې هغوې افغانانو ته دي اجازه ورکړي چې دې هیواد ته د درملنې لپاره ځي

د ا.ا یو چارواکي له پاکستانه غوښتي چې افغانانو ته اجازه ورکړي تر څو د درملنې او د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره دغه هیواد ته سفر وکړي.  د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان له شارژدافیر سره د غونډې پرمهال له اسلام اباده وغوښتل چې هغو...

Read More

د اوکراین ولسمشر زلنسکي وایي، روسي ځواکونو په خرسون ښار کې ټولې مهمې ودانۍ له منځه وړي دي

ولودمیر زلنسکي  تېر ماښام د نومبر په ۱۴مه د خپلې شپنۍ وینا پر مهال وویل، روسي ځواکونو له ښاره د وتلو پر مهال په قصدي ډول د برښنا، مخابراتو او تلوېزیون تاسیسات ویجاړ کړي دي. د اوکراین پوځي چارواکو د تېرې جمعې په ورځ یوې اعلامیه کې وویل چې...

Read More

د ترکیې پولیس: هغه شکمنه ښځه مو نیولې چې د یکشنبې ورځې په مرګوني بمي برید کې یې لاس درلود

د یک شنبې په ورځ یوې چاودنې د استانبول په استقلال واټ کې شپږ کسان مړه او اتیا تنه  نور یې ټپیان کړل. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو اعلان وکړ، چې بم اېښودونکې د پولیسو له خوا ونیول شوه. پولیسو وايي تر برید وروسته ۱۲ سوه...

Read More

د کرکټ نړیواله شورا وایي، د افغانستان کرکټ بورډ د یو لړ اصولو په چوکاټ کې د ښځو له کرکټ څخه د ملاتړ ژمنه بیا تکرار کړې ده

د کرکټ نړیوالې شورا د څو میاشتو راهیسي یوه ځانګړې کاري ډله ګمارلې تر څو د افغانستان د کرکټ وضعیت څارنه وکړي. دغې شورا د شنبه په ورځ د اسټرالیا په ملیبورن کې یوه ناسته درلوده، چې د افغانستان په استازیتوب د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف هم په...

Read More

اروپايي ټولنې د افغانستان په ګډون ځینو هېوادونو ته ۲۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي

دغه کمېسیون پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په افغانستان کې د خوراکي موادو له کمښت سره د مقابلې لپاره ۷۵ میلیونه یورو یې ځانګړې کړي دي. ویل کېږي چې پاتې نورې پیسې به د ۱۴ هیوادونو تر منځ وویشل شي. د سوریې او لبنان په ګډون دغه...

Read More

پاکستان وايي د چمن دروازه به تر هغه خلاصه نه کړي چې ا.ا یې شرط نه وي منلي

د پاکستان یو سرحدي چارواکی وایي، د چمن دروازه به تر هغه خلاصه نشي چې ا.ا د  پاکستاني پوځي قاتل ور ته سپارلی نه وي. د چمن او سپین بولدک تر منځ دغه دروازه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه بنده شوه چې په ظاهره د ا.ا یو...

Read More

ټکزاس کې د یوې هوايي نندارې پر مهال د دویمې نړیوالې جګړې دوې الوتکې هوا کې سره ټکرې شوې دي

د امریکا په ټکزاس ایالت کې د دویمې نړیوالې جګړې د مهال دوه پخوانۍ الوتکې د یوې نندارې پر مهال هوا کې له جنګېدو وروسته رالویدلې دي. ویډیوګانو کې ښکاري چې دوې الوتکې په ټیټه ارتفاع الوتنه کوي،خو دغه الوتکې تر ټکرېدو وروسته په منځ نیمېږي او د ځمکې...

Read More

د اسلامي همکاریو سازمان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی دی تر څو پر مهمو سیاسي، حقوقي او بشري مسایلو خبرې وکړي

دغه سازمان په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د دې ادارې ځانګړی استازی طارق علي بخیت کابل کې د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د عدلیې وزیر عبدالحکیم سره لیدلي دي. په بیان کې راغلي چې په دې لېدنه کې د اسلامي همکاریو د سازمان...

Read More

د ا.ا د نویو ګمارنو په لړ کې عبدالباقي حقاني د ازموینو د ادارې رییس ټاکل شوی دی

 د دې تازه تعیناتو خبره د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې کړې ده. هغه لیکلي چې د ا.ا د مشر د پرېکړې په اساس د لوړو زده کړو پخوانی سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني د ازموینو د ملي ادارې د رییس په توګه ټاکل شوی....

Read More

د کابل په شمال کې د پنځه سوه فامیلیو له سیمې د درنو چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي

د ټولنیزو شبکو کاروونکو او محلي رسنیو د شپې ناوخته د درنو چاودنو او پرله پسې ډزو په اړه راپورونه هم خپاره کړي چې ویل کېږي نښته د څو ساعتونو لپاره روانه و.  د کورنیو چارو وزارت د پېښې په هکله ډېرو جزییات نه دي ورکړي خو ځینو رسنیو...

Read More