Archive for Category: NEWS

د اروپايي ټولنې ځانګړې استازی: ا.ا باید نړیوال قوانین رعایت کړي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازی ټوماس نیکلاسن وایي، ا.ا پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته مسوولیت لري چې نړیوال قوانین رعایت کړي. نیکلاسن دغه څرګندونې پرون  د ا.ا  له خوا په لوګر کې پر ۱۴ کسانو د شرعي حدودو د عملي کولو په غبرګون کې کړي دي....

Read More

د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، افغان ښځينه قاضيانې او مدافع وکيلانې مرستو ته اړتیا لري

رینا امیري نن په یوه ټوېټ کې ویلي، یو کال مخکې ا.ا په افغانستان کې د مدافع وکیلانو او ښځینه قاضیانو ټولنه منحل کړه چې د جنسیتي برابرۍ لپاره یې کار کاوه. د هغې په خبره په دې کار سره اوس ښځې له دې بې برخې شوي چې قانون...

Read More

د ملګروملتونو د کډوالو ادارې په لغمان ولایت کې له سلګونو افغانانو سره نغدي مرسته کړې ده

په افغانستان کې د دې ادارې څانګې په یوه ټوېټ کې لیکلې چې د لغمان ولایت په لیرې پرتو سیمو کې له۲۴۰۰ زیانګالو سره دغه مرستې د دې لپاره شوي دي تر څو پرې د ژمي اړتیاوې پوره کړي. د ملګروملتونو د کډوالو ادارې د مرسته شوي نغدو پیسو...

Read More

د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د روغتیایي تجهیزاتو مرسته کړې ده

د روغتیا نړیوال سازمان، افغانستان ته د اضطراري بستو په ګډون د ۶۹۰ مټریک ټُنو په اندازه د روغتیايي تجهیزاتو د مرستې  خبر ورکړ. دغه سازمان پرون په ټویټر کې لیکلي، چې دغه تجهیزات د افغانستان په ۹۱ ولسوالیو کې هغو ۳۰۱ روغتیلیی مرکزونو ته لېږل شوي دي. ،...

Read More

د کابل په نهمه حوزه کې پر لمونځ کونکو برید شوی دی

د کابل د نهمې حوزې د خواجه رواش په اړوند سیمه کې نامعلوم وسله‌والو د یو جومات دننه  پر لمونځ کوونکو برید کړی دی. د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي دي چې، پېښه د حضرت بلال په نوم په...

Read More

په اندونیزیا کې د شدیدې زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۱۶۰ تنو واوښت

د دغه هېواد په لوېدیځ جاوا ولایت کې پرون دوشنبه د ریښتر په کچه د ۵.۶ درجې زلزلې سلګونه تنه یې  ټپیان او وژلي دي. تر ټولو ډېر ضرر سیانجور ښارګوټي کې خلکو ته اوښتی دی.  د راپورونو له مخې، د لوېدیځ جاوا والي رضوان کامل ویلي چې  په...

Read More

د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په لړ کې نن څلور لوبې تر سره کېږي

په دغه نړیوال جام کې تېره شپه درې لوبې وشوې. ایران شپږ پر دوه له انګلستان ماته وخوړه، هالند دوه پر صفر سینیګال ته ماته ورکړه او په درېیمه او وروستۍ لوبه کې هم امریکا او وېلز سره مخ شول چې لوبه یو یو مساوي پای ته ورسېده. نن...

Read More

کابل کې د دوشنبې شپې چاودنې دوه کسان وژلي دي

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په یوه پیغام کې تایید کړه چې چاودنه د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند درېیم پروان سیمه کې یو کرولا ډوله موټر کې شوې چې موټر اور اخیستی او په کې ناست دوه کسان وژل شوي دي. ځدراڼ زیاته...

Read More

د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ به نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیلې شي

لومړۍ لوبه د کوربه هېواد قطر او ایکوادور ترمنځ پلان شوې ده. دغه لوبې نن شنبه د کابل پر وخت د شپې اته نیمې بجې پیلېږي. د دوشنبې ورځې لپاره به  د ایران او انګلنډ، سینیګال او هالنډ، د امریکا متحدو ایالتونو او وېلز ټیمونه سره مخامخ شي. د...

Read More

برتانیې له اوکرایین سره نوې پوځي مرستې اعلان کړې

بریتانیا  د ۵۹ میلیون او ۴سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت اوکراین ته د هوايي دفاع یوه پوځي کڅوړې  یا بستې د ورکړي اعلان کړی دی د پوځي مرستو په دې کڅوړه کې د الوتکو ضد وسلې او هغه ټکنالوژي شامله ده، چې د ایران له خوا روسیې ته...

Read More