Archive for Category: NEWS

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له پوهنتونونو څخه منع شویو افغان نجونو سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی

د دغه وزارت په خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه مرستیال سیدرسول موسوي په تهران کې افغان سرپرست سفیر سره د نجونو د پوهنتونو د تړل کېدو په تړاو د ایران دریځ شریک کړی دی. موسوي په خپل ټوېټر پاڼه کې...

Read More

اروپايي ټولنې د ا.ا له لوري په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو تازه بندیز غندلی دی

په افغانستان کې د مرستندویو موسسو یو لوی  تمویلونکې اروپايي ټولنې ویلي دي چې د ښځو پر کار کولو بندیز سره په افغانستان کې د مرستو بهیر ارزوي. همدارنګه د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل په یوه ټویټ کې د ا.ا له لوري په نادولتي موسسو کې د...

Read More

روسيه له چين او بېلاروس سره جلا جلا پوځي تمرینات پيلوي

د روسېې د دفاع وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، چې روسي ځواکونه په پام کې لري د اوکراين په ګاونډي هیواد، سپینه روسيه کې پوځي تمرینات پیل کړي.  روسېه همدارنګه روانه اوونۍ د چين سمندري ځواکونو سره هم ګډ پوځي تمرینات لري په بېلاروس یا سپېنه روسیه کې...

Read More

اجمل حقيقي افغان یوټيوبر د ا.ا له بنده آزاد شو

ښاغلي حقیقي پرون چهارشنبې په یوټیوب شبکه کې یوه ویډیو ایښې او وایي له زندانه ډېرې خاطرې لري. نوموړي وايي: نه‌غواړي د هیڅ ترخې خاطرې یادونه وکړي. هغه د زنداني کېدو د وختونو یادونه کړې چې ده او ورسره بندي همکاران  یې په بند کې د خپل د تجربو...

Read More

غني: ا.ا افغانستان اشغال کړی او وګړي یې برمته کړي دي

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني، د ا.ا له‌خوا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په غبرګون کې ويلي چې ا.ا افغانستان اشغال کړی دی او وګړي یې برمته کړي دي. ښاغلي غني په خپل فېسبوک پاڼه کې لیکلي دي، چې په اوسنې وخت کې د...

Read More

نړيوالو سازمانونو له ا.ا غوښتي چې د نجونو د تحصيل بندولو پرېکړه بېرته واخلي

د امریکا، برېتانیا، فرانسې، جرمني، کاناډا، جاپان، هالنډ، ناروې، اسپانیا، سوټیزرلنډ او اروپايي ټولنې بهرنیو چارو وزارتونو په ګډون ګڼو هېوادو په یوه ګډه ویناپاڼه کې ا.ا ته خبرداری ورکړی، چې دا پرېکړه به یې له دوی سره د اړیکو پر څرنګوالي اغېز ولري. د ملګرو ملتونو د بشري...

Read More

پاکستان: له چمن څخه د دیني عالمانو او قومي مشرانو یو پلاوی کندهار ته تللی تر څو د ا.ا له مشرانو سره پر ډیورنډ کرښه د شخړو د هواري په اړه خبرې وکړي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په دې پلاوي کې چې قاري اسلام عالمیار یې مشري کوي، د چمن د سیمې ۱۶ تنه ملایان او سپین ږیري شامل دي. ویل کیږي دا پلاوی به د کندهار له والي حاجي محمد وفا او د ا.ا نورو مشرانو سره د...

Read More

په افغانستان کې د بریتانیا او جرمني ډيپلوماتیکو ماموریتونو د سالنګ تونل د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده

په سالنګ تونل کې د چاودنې له امله د مړو شمېر د رسمي ارقامو له مخې ۳۱ ته لوړ شو. د افغانستان لپاره د برتانیا د سفارت شارژدافیر هوګو شارټر ویلي دي چې د دې تراژیدۍ تلفات سخت بوږونکي دي. همداراز د افغانستان لپاره د جرمني ډيپلوماتیک ماموریت د...

Read More

ګوېترېش وايي ا.ا دي ترهګرو ډلو ته اجازه ورنکړي چې ګاونډي هیوادونو ته له افغانستانه ګواښ پېښ کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش له ا.ا غوښتې چې په افغانستان کې هغو ترهګرو ډلو ته د فعالیت کولو اجازه ورنکړي چې پاکستان یا د سیمې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښوي. هغه همدا ډول یوې کلنۍ خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې ا.ا دې د...

Read More

په نړیواله کچه سږکال ۳۶۳ ژورنالېستان بندیان شوي دي چې دا کچه په تېرو درې لسیزو کې بې سارې ګڼل شوې ده

د ژونالېستانو د مصؤنیت کمېټې (ډ یسمبر په ۱۴مه) ویلي د نوي احصایې له‌مخې دا په تېرو دېرشو کلونو کې لومړی ځل دی چې په نړیواله کچه د زنداني شویو ژورنالېستانو دومره لوړ شمېر ثبتیږي. دې کمېټې ویلي دي چې، د ډیسمبر تر پیله ۳۶۳ ژورنالېستان د زندانونو د...

Read More