د روسیې د میزایل برید په قربانیانو کې درې کوچنیان هم شامل دي. د راپورونو له مخې پېښه کې د څلورو کوچنیانو په کډون ۷۵ تنه ټپیان شوي دي. د شنبې ورځې دغه برید پر یوې نهه پوړیزې ودانۍ وشو چې د ودانې یوه لویه برخه ونړېده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، مخکې له دې چې د هېواد پارلمان یې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب طرح ومنې، دا دوه هېوادونه دي هغه ۱۳۰ کسان انقرې ته وسپاري چې ترکیه یې ټروریستان بولي. سویډن او فنلند تېرکال په ناټو کې د...
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې ګوټرېش د دغې پېښې په تړاو د بېړنیو، هر اړخیزو او رڼو څېړنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دې پېښې عاملان باید سزا وویني. مرسل نبي زاده او د هغې یو ساتونکی د تېرې یکشنبې په ورځ...
برښنا شرکت پرون په یو بیان کې د دې خبر په ورکولو سره د پرچاوي علت په ازبکستان کې تخنیکي عوارض بللي دي. د راپورونو له مخې د ازبکستان د برښنا مسوولو چارواکو ډاډ ورکړی چې د ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي. افغانستان خپل د اړتیا وړ...
د ټولګټو چارو وزارت ویاند عبدالحمیدمصباح پرون رسنیو ته ویلې دي: په سالنګونو کې هوا لاهم توفاني ده او د شپې د سالنګونو ساتنې او څارنې د ریاست پرسونل په کار بوخت دی تر څو وکولای شي ژر تر ژره لاره د ترافیک پرمخ خلاصه کړي. مصباح زیاتوي چې...
د دې ادارې پر ټویټر پاڼه کې راغلي چې د ا.ا له خوا په کورنیو او نړیوالو غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له کبله اړمندو افغانانو ته د بشری مرستو د رسولو چارې له جدي خنډ سره مخامخ شوې دي او دا شرایط د افغانانو...
د راپورونو په حواله، ۴۱ کلن اولیویه فاندهکاستیل (Olivier Vandecasteele) چې په ایران کې نیول شوی په۲۸ کاله بند او ۷۴ دُرو محکوم شوی دی. د بلجیمي چارواکو او د فاندهکاستیل د کورنۍ غړو په تېره ډسمبر میاشت کې ادعا کړې وه، چې نوموړی د ایران له لورې په...
راویلز لوبډلې لومړی بیټینګ ترسره کړ او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې وکړې. د کېپ ټاون په بالینګ کې جوفرا ارچر ښه وځلید، چې په ۴ اورونو کې یې ۲۷ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول. راشد خان په...
دغه سازمان چې د سعودي عربستان په جده ښار کې دی، پرون په خپل رسمي ټویټر پاڼه کې خبر ورکړ چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر وروستيو تحولاتو او بشري وضعیت بحث کیږي. د اسلامي همکاريو سازمان او د اسلامي فقې نړیوالې اکاډمۍ تر دې مخکې...
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د نړیوالو زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي، ګورډن براون سره د نجونو د ښوونې اوروزنې پر اهمیت خبرې کړې دي. د ښاغلي کرزي په ټویټر پاڼه کې راغلي، چې په دې ویډیويي کنفرانس کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو...