Archive for Author: sabawoonfm

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د افغانستان په لوېدیځ کې یې د څو بهرنیو هېوادونو ډاکترانو په مرسته د سترګو په سلګونو ناروغان معاینه کړي دي

په لوېدیځ کې د سرې میاشتې ټولنې عملیاتي مشر مولوي محمد اصف صدیقي پرون رسنیو ته ویلي چې پرون او وړمه ورځ د سترګو شاوخوا ۲۰۰۰ ناروغان معاینه او ۴۵ نور عملیات شوي دي. ویل کیږي دغه ۱۸ ډاکتران چې د سعودي عربستان او پاکستان اتباع دي، په وروستیو...

Read More

په فوټبال کې ریال ماډریډ د اروپا اتلانو لیګ پایلوبه وګټله

دغه سیالي چې د شنبې په ماښام د جون په لومړۍ نېټه د لندن په وېمبلي لوبغالي کې ترسره شوه، د هسپانیې اړوند کلب ريال ماډریډ د جرمني لوبډلې ته ۲ـ۰ ماتې ورکړه. دا پینځلسم ځل دی چې ریال ماډریډ د اروپا د اتلانو لیګ پایلوبه ګټي. د ویلو...

Read More

سیف دې چلډرن اداره وايي په افغانستان کې له هرو ۱۰ ماشومانو ۳ یې د ناورین د کچې لوږې سره مخ دي

دې ادارې پرون دوشنبې په یوه اعلامیه کې ویلي سږ کال په افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو نژدې درې تنه یې د ناورین د کچې لوږې سره مخامخ دي چې د دغو ماشومانو ټول شمېر شپږنیم میلیونو ته رسیږي. په هېواد کې اوږد مهاله وچکالي، د سېلونو بهېدل،...

Read More

ا.ا غور کې یوه ښځه او ۷ نارینه په دُرو وهلي دي

د ا.ا سترې محکمې پرون دوشنبه خبر ورکړ اته کسان چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، د غور ولایت مرکز فېروزه کوه ورزشي سټډیوم کې په دُرو وهل شوي او ځینې نور یې په بند محکوم شول. د ا.ا د سترې محکمې په خبره دا کسان په زنا،...

Read More

یونېسف وايي، هره ورځ ۲۲زرو سېلاب ځپلو افغانانو ته پاکې اوبه رسوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف پر خپل ایکس‌پاڼې کښلي چې افغانستان کې د ورستیو سیلابونو له کبله د اوبو رسونې شبکې ویجاړې شوي او ډېری کورنۍ پاکي او د څښاک وړ اوبو ته له لاس رسی نه لري. یونېسف افغانستان اضافه کړي چې هره ورځ...

Read More

WFPوايي،سختو بارانونو او سېلابونو روانه میاشت افغانستان کې ۵۴۰ تنه مړه کړي دي

د خوړو د نړیوال پروګرام یا د WFP مرستیال ویاند ضیاالدین ساپي د مې شلمه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان په شمال، شمال ختيځو او لوېديځو ولايتونو کې دا میاشت سختو اورښتونو او سېلابونو ٥٤٠ کسان وژلي دي.  هغه همداراز په ختیځو ولایتونو کې...

Read More

د ترکیې هوايي شرکت( ترکیش ایرلاینز) نن کابل ته خپل پروازونه پيلوي

دغه شرکت په یوه بیان کې ویلي چې کابل ته به په اوونۍ کې څلور پروازونه ولري. د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت هم دا خبره تایید کړې او دا یې د هغو هېوادوالو لپاره ښه زیری یاد کړی چې غواړي د ترکیې له لارې اروپا او یا نورو...

Read More

داعش یا د اسلامي دولت خراسان څانګې په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو د حملې مسوولیت منلی دی

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، داعش په خپل ټلګرام کې د دې حملې مسوولیت منلی دی.  د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع تېره شنبه ویلي وو چې د بامیان په مرکز کې د نامعلومو وسله‌والو د درېیو بهرنیانو په ګډون شپږ کسان د جمعې مازیګر...

Read More

د ایران دولتي ټلوېزیون تایید کړه چې ولسمشر رئیسي او ورسره مل دولتي پلاوي، د څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شوي دي

د راپورونو په حواله ژغورونکو نن سهار د الوتکې د نسکورېدو په ساحه کې د الوتکې د بدنې ټوټې موندلې دي. په الوتکه کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان تر څنګ د یوې اته کسیزي دولتي پلاوي ډله هم شامله وه....

Read More

د ا.ا مشر د سوالګرو راټولولو او سوال کولو د مخنیوي قانون تصویب کړ

د ا.ا د عدلیې وزارت وايي د دوی د حکومت مشر ملاهبت الله اخندزاده په افغانستان کې د سوالګرو د راټولولو او د سوال کولو د مخنیوي قانون تصویب کړی دی. د شنبې په ورځ د ثور په ۲۹مه د دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې...

Read More