Archive for Author: Fariha

ملګري ملتونه د افغان مېرمنو سره د مرستې لپاره مرکزونه جوړوي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یو ټویټ سره ویلي، چې د ناورین ځپلو ښځو د مرستې لپاره په ټول افغانستان کې یو شمېر مرکزونه جوړوي. د ټوېټ له مخې له ملګرو ملتونو سره به په دې کار کې د جاپان هېواد، د ژغورنې نړیواله کمېټه او د...

Read More

د اروپا پارلمان به نن د ا.ا د واکمنۍ پر سیمه ییز اغېزو بحث وکړي

.دغه بحث د اروپا د پارلمان د بهرنیو اړیکو په کمېته کې جوړېږي په دغه بحث کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټومس نیکلاسن، د بشري حقونو د څار سازمان یوه مسووله هیدر بار، د افغانستان لپاره د اروپايي پارلمان .د ټاکل شوي ډلګۍ مشر او ځينې افغان فعالان...

Read More

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو له خپل امریکایي سیال لوید اسټن سره ټليفوني خبرې کړي دي

دا خبرې داسې مهال کېږي چې د مسکو له‌ لورې په اوکراین کې د جګړې احتمالي شدت ته اندېښنې ډېرې شوي دي. د روسیې د دفاع وزارت په یو خبرپاڼه کې راغلې، تېرو دریو ورځو کې دا دویم ځل دی چې دفاع وزیر یې له امریکایي سیال سره خبرې...

Read More

د برېتانيا د نوي صدراعظم په توګه د ‘ريشي سوناک’ د ټاکل کېدو احتمالات ډېر شوي دي

وروسته له هغه چې د برېتانیا پخوانی صدراعظم بوریس جانسن د نوي صدراعظم په توګه له کاندیدۍ تېر شو، د مالیې پخواني وزیر ریشي سوناک ته د دې زمینه برابره شوه چې د برېتانیا د نوي صدراعظم په توګه ټاکنې ته وړاندې شي.  د برېتانیا پخوانۍ صدراعظمې لیز ټراس...

Read More

د ا.ا له لورې ملا محمد عیسی اخند د کابل د نوي والي په توګه ګمارل شوی دی

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د ا.ا مشر ملا هبت الله اخندزاده د کابل د نوي والي د ټاکل کېدو حکم ورکړی دی. تر دې وړاندې شیخ ندا محمد ندیم د کابل والي و. نوموړی اوس د لوړو زده‌کړو د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی...

Read More

د پکتیا يو شمېر مشرانو له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلې دي

د پکتیا یو شمېر مشرانو له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځیو د پرانيستو غوښتنه کړې ده. دا خبر حامد کرزي پرون یکشنبې پر خپل ټویټرپاڼه خپور کړی دی او له خپله اړخه یې هم پرا.ا غږ کړی دی...

Read More

د ا.ا مشر وایی، د بنديانو سره دي د شرعي اصولو له مخې چلند وشي

د ا.ا  مشر ملا ه.بت الله اخندزاده پر خپلو ځواکونو غږ کړی چې له بندیانو سره “شرعي چلند وکړي او ناروا سزاوې ور نه‌کړي. د ا.ا  د اعلامیې له مخې، اخندزاده دغه څرګندونې پرون د دفاع وزارت د استخباراتو معینیت او د قل اردوګانو د مسولانو غونډې ته په...

Read More

شي جین پېنګ د دریم ځل لپاره د چین مشر ټاکل شوی دی

نوموړی اوسمهال د چین ولسمشر سربېره د واکمن کمونیست ګوند عمومي منشي او د وسله والو ځواکونو سرقومندان هم دی. هغه یکشنبې رسما د دریمې پرله پسې دورې لپاره هم د دغه ګوند د مشر په توګه تایید شو‌ او ډېر ژر به خپل نوی ټیم اعلان کړي. شي...

Read More

د خوړو د نړیوال پروګرام د راپورونو له مخې، په افغانستان کې له هرو ۱۰ تنو څخه ۹ تنه یې کافي خواړه نه‌‌ لري

د ډبیلو ایف ‌پي د افغانستان څانګې نن سهار په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، افغان مېندې او پلرونه نشي کولای چې خپلو کوچنیانو ته پوره خواړه چمټو کړي. دغه اداره وایي، دوی د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې په ټول افغانستان کې نږدې ۲۱ میلیونه افغانانو ته چې د خوړو...

Read More

اسپانیا غواړي چې ۱۴جنګي جټ الوتکې په بلغاریا او رومانیا کې ځای پرځای کړي

اسپانیا د ناټو غړې دی او ناټو غواړي چې په خپلو ختیځو پولو کې د روسیې د یرغل مخه ونیسي. د اسپانیا دفاع وزارت پرون په يوه اعلامیه کې دا هم وویل، چې یو شمېر پوځیان به د روزنې لپاره سیمې ته واستوي. د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین...

Read More