Archive for Author: Fariha

د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن له اوکراینه په ملاتړ بحث کوي

د جرمني په کوربه‌توب د “جي ۷” غونډه داسې مهال جوړیږي چې د روسیې وروستي توغندیز بریدونه د اوکراین د برښنا تاسیسات په پراخه کچه زیانمنه کړې ده چې د ډېرو سیمو برښنا ورسره پرې شوې ده.  د راپورونو له مخې، دغه دوه ورځنۍ غونډه د جرمني په لوېدیځ...

Read More

ټومیس وېسټ په نبراسکا پوهنتون کې د افغانستان په اړه د امريکا پر پاليسۍ خبرې کړي دي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي د امریکا د اوماها په نبراسکا پوهنتون کې یې د یوې غونډې پر مهال د افغانستان په اړه د امریکا د پالیسۍ اړوند ستونزو او پرمختګونو په اړه خبري کړي دي. توماس وېسټ پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دا غونډه...

Read More

قطر په افغانستان کې خیریه دفتر پرانیزي

په کابل کې د قطر سفیر وایي، هېواد یې غواړي له افغان یتیمانو، کونډو او اړمنو لپاره د مرستې یو خیریه دفتر پرانیزي. د راپورونو له مخې، د قطر سفیر مبارک الخیارین دغه خبره تېره ورځ د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې کړې...

Read More

د روغتيا نړيوال سازمان په افغانستان کې د پوليو د ‌لمنځه وړلو لپاره هڅې کوي

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO وایي، تر هغه به په افغانستان کې د پولیو پر ضد هڅو ته دوام ورکړي ترڅو دغه ناروغۍ په بشپړ توکه افغانستانه کې له منځه تللې نه وي. د دغه سازمان افغانستان  څانګې پرون چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي دي، په افغانستان...

Read More

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې د کابل نيوز ټلوېزيون پر بندېدو خواشيني څرګنده کړه

دغې ادارې پرون سې شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، تر یوې لسیزې نشراتو وروسته د دغه ټلوېزیون د خپرونو بندېدل به په افغانستان کې د راپور ورکولو په ډګر کې به تښه رامنځته کړي. ویل شوي کابل نیوز ټلوېزیون له پرون سې شنبې راهیسې د موجودو فشارونو له...

Read More

ترکي چارواکو د سکرو کان د یوه شرکت د مدیر په ګډون ۸ مشکوک کسان نیولي دي

دغه کسان د ترکیې د شمال په یوه کان کې د چاودنې په تړاو نیول شوي چې تېره میاشت یې په نتیجه کې ۴۱ کسان ووژل شول. انادولو اژانس پرون سې شنبه راپور ورکړ، چې په بارتین ښار کې په نیول شویو کسانو کې د کان د مدیر جهاد...

Read More

د ا.ا امنیتي چارواکي وايي نن په کابل ښار کې د یوه ماین په چاودنه کې اته تنه ټپیان شوي دي

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په استول شوي پېغام کې ویلي دي چې، چاودنه د کابل ښار د پنځمې ناحیې په کارته مامورین سیمه کې د کلیو د پراختیا د وزارت د کارکوونکو پر یوه کاسټر ډوله موټر شوې ده. ښاغلی ځدراڼ ویلي دي،...

Read More

د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما وايي په افغانستان کې رسنۍ له خطر سره مخ دي

نن د نوامبر دوهمه له ژورنالېستانو سره د تشدد پر وړاندې د معافیت د ختمولو ورځ ده. یوناما پر خپل فیسبوک پاڼې، د یو پیغام په خپورولو سره ویلي دي، افغان خبریالان له خپلسرو نیونو، ناوړه چلند او ګواښونو سره مخ دي. په پېغام کې دا هم ,ویل شوي...

Read More

روسیې او مولداوا له خپلو خاورو یو د بل ډیپلوماتان ایستلي دي

پرون د لومړي ځل لپاره مولداوا وروسته تر هغه د روسیې یو ډيپلومات اخراج کړ چې د اوکراین له خوا د روسیې یو پرځول شوی توغندی د مولداوا د شمال په یوه کلي راپرېوت. د توغندي غورځېدو که څه هم مرګ ژوبله نه درلوده ، خو په سیمه کې...

Read More

ا.ا وایي۱۰۰ تنه ښځېنه پولیسې له یو روزنیز مرکزه فارغې شوې دي

د اسلامی امارت د کورنیو چارو وازت وايي په کابل کې د پولیسو له روزنیز مرکزه ۱۰۰ تنه ښځېنه پولیسي فارغې شوې دي د راپور په اساس ټاکل شوې دغه ښځې د عامه نظم په رياست کې په دندو وګمارل شي. د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله...

Read More