د ا.ا یو چارواکي له پاکستانه غوښتي چې افغانانو ته اجازه ورکړي تر څو د درملنې او د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره دغه هیواد ته سفر وکړي. د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان له شارژدافیر سره د غونډې پرمهال له اسلام اباده وغوښتل چې هغو...
ولودمیر زلنسکي تېر ماښام د نومبر په ۱۴مه د خپلې شپنۍ وینا پر مهال وویل، روسي ځواکونو له ښاره د وتلو پر مهال په قصدي ډول د برښنا، مخابراتو او تلوېزیون تاسیسات ویجاړ کړي دي. د اوکراین پوځي چارواکو د تېرې جمعې په ورځ یوې اعلامیه کې وویل چې...
د یک شنبې په ورځ یوې چاودنې د استانبول په استقلال واټ کې شپږ کسان مړه او اتیا تنه نور یې ټپیان کړل. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو اعلان وکړ، چې بم اېښودونکې د پولیسو له خوا ونیول شوه. پولیسو وايي تر برید وروسته ۱۲ سوه...
د کرکټ نړیوالې شورا د څو میاشتو راهیسي یوه ځانګړې کاري ډله ګمارلې تر څو د افغانستان د کرکټ وضعیت څارنه وکړي. دغې شورا د شنبه په ورځ د اسټرالیا په ملیبورن کې یوه ناسته درلوده، چې د افغانستان په استازیتوب د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف هم په...
دغه کمېسیون پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په افغانستان کې د خوراکي موادو له کمښت سره د مقابلې لپاره ۷۵ میلیونه یورو یې ځانګړې کړي دي. ویل کېږي چې پاتې نورې پیسې به د ۱۴ هیوادونو تر منځ وویشل شي. د سوریې او لبنان په ګډون دغه...
د پاکستان یو سرحدي چارواکی وایي، د چمن دروازه به تر هغه خلاصه نشي چې ا.ا د پاکستاني پوځي قاتل ور ته سپارلی نه وي. د چمن او سپین بولدک تر منځ دغه دروازه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه بنده شوه چې په ظاهره د ا.ا یو...
د امریکا په ټکزاس ایالت کې د دویمې نړیوالې جګړې د مهال دوه پخوانۍ الوتکې د یوې نندارې پر مهال هوا کې له جنګېدو وروسته رالویدلې دي. ویډیوګانو کې ښکاري چې دوې الوتکې په ټیټه ارتفاع الوتنه کوي،خو دغه الوتکې تر ټکرېدو وروسته په منځ نیمېږي او د ځمکې...
دغه سازمان په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د دې ادارې ځانګړی استازی طارق علي بخیت کابل کې د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د عدلیې وزیر عبدالحکیم سره لیدلي دي. په بیان کې راغلي چې په دې لېدنه کې د اسلامي همکاریو د سازمان...
د دې تازه تعیناتو خبره د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې کړې ده. هغه لیکلي چې د ا.ا د مشر د پرېکړې په اساس د لوړو زده کړو پخوانی سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني د ازموینو د ملي ادارې د رییس په توګه ټاکل شوی....
د ټولنیزو شبکو کاروونکو او محلي رسنیو د شپې ناوخته د درنو چاودنو او پرله پسې ډزو په اړه راپورونه هم خپاره کړي چې ویل کېږي نښته د څو ساعتونو لپاره روانه و. د کورنیو چارو وزارت د پېښې په هکله ډېرو جزییات نه دي ورکړي خو ځینو رسنیو...