Archive for Author: Fariha

ماسک: په ایران کې د سټارلېنک سپوږمکۍ د انټرنېټ کابو سل الې فعالې شوې

د سپېس ایکس کمپنۍ مالک ایلن ماسک پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په ایران کې د سټارلېنک سپوږمکۍ د انټرنېټ کابو سل الې فعالې شوې دي ښاغلي ماسک د دې  خبرې اعلان داسې وخت کړی دی چې په وروستیو ورځو کې ایران ته په قاچاقي ډول د سټارلېنک ټکنالوژۍ...

Read More

د سعودي عربستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغان ښځو د حقونو د رعایتولو په هکله خبرې کړي دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې بلاول بوټو زرداري دوشنبه ناوخته له خپل سعودي سیال فیصل بن فرهان آل سعود سره په ټيلیفون د ګڼو نورو خپلمنځي مسایلو سربېره د افغانستان اړوند موضوع ګانې یادې کړي دي. د اعلامیې پر بنسټ د پاکستان...

Read More

بېنېټ د هاګ د جرمونو نړیوالې محکمې ته: د ا.ا له لوري پر افغانو ښځو د جنسیتي تبعیض څېړنه وکړئ

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنیټ د هاګ د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتنه کړې ده چې د ا.ا له لوري له ښځو سره د جنسیتي تبعیض په هکله څېړنه وکړي. نوموړي دا بندیزونه د بشري حقونو څخه سرغړونه...

Read More

هلمند کې د ماين چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یوه ښځه ژوبل شوې ده

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې پېښه کې چې پرون یکشنبه د موسی کلا ولسوالۍ په دوآب کلي کې شوې، یو ماشوم هلک او یوه ماشومه نجلۍ وژل شوي او یوه ښځه ژوبله شوې ده. د باختر...

Read More

د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي وايي، غواړي له ترکمنستان سره د وارداتي برېښنا تړون نوی کړي

د شمېرو له مخې افغانستان د خپلې اړتیا   ۲۰۲ میګا واټه برېښنا له ترکمنستانه،  ۴۴۰ میګاواټه له تاجکستانه،  ۴۵۰میګاواټه له ازبکستانه  او ۱۰۲ میګاواټه له ایرانه واردوي . خو سږکال ژمی هم  د تېر په څېر د وارداتي برېښنا د کچې د کمېدو له امله د برېښنا پرچاوۍ ډېرې...

Read More

د ا.ا له لورې پر ښځو د کار بندیز وروسته افغانستان کې پنځو بهرنیو موسسو خپل کارونه ځنډولي دي

“سېف ده چیلډرن” یا د ماشومانو د خوندیتوب اداره، د ناروې کډوالو شورا او “کېیر انټرنیشنل” یا (پاملرنه) په یوه ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې،  پرته له خپل ښځینه کارکوونکو خپل فعالیتونو ته دوام نشي ورکولی. تازه د اسلامي همکارۍ ادارې هم ویلي دي، چې دوی هم افغانستان کې خپل کارونه...

Read More

د سوېلي افریقا مرکز جوهانسبرګ کې یو روغتون ته نږدې د سون توکو ټانکر د چاودنې له امله لس کسان مړه شوي دي

یاد ټانکر په باکسبرګ ښار کې شنبې سهار تر یوه پله لاندې نښته کې چې د روغتون څخه ۱۰۰ متره لیرې  واقع و چاودېدلې دی د چاودنې له کبله د روغتون د یوې برخې د بام له رالوېدو وروسته ناروغان خوندي ځای ته لېږدول شوي.‌ په ټانکر کې سونتوکي...

Read More

ترکیه: د اوکراین جګړه په اسانۍ پای ته نه رسېږي

ترکیه سره له دې چې د اوکراین او د روسیې په جګړه کې د سولې د خبرو د تنظیمولو لپاره هڅې کوي وايي د اوکراین جګړه به په آسانۍ پای ته ونه رسېږي. ترکیه چې د تور سمندرګي له دغو دواړو هېوادونو سره دوستانه اړیکې پالي، د یوه اوربند...

Read More

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټوني ګوتریش وايي، په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز د ملګرو ملتونو چارو ته زیان رسوي

ښاغلی ګوتریش وايي، داسې مهال چې افغانانو لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري، په افغانستان کې له نادولتي موسسو سره د نجونو او ښځو کار بندیز به، افغانان د لا ډېرو سختیو سره مخ کړي. د ملګرو ملتونو سازمان له‌خوا خپره شوې خبرپاڼه کې د ګوټرېش له قوله،...

Read More

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له پوهنتونونو څخه منع شویو افغان نجونو سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی

د دغه وزارت په خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه مرستیال سیدرسول موسوي په تهران کې افغان سرپرست سفیر سره د نجونو د پوهنتونو د تړل کېدو په تړاو د ایران دریځ شریک کړی دی. موسوي په خپل ټوېټر پاڼه کې...

Read More