Archive for Author: Fariha

د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د غره ښووېدنې په پېښه کې د بند پاته شویو کسانو د ژغورلو هڅې د واورې او توفاني هوا په خاطر ټکنۍ شوي دي

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پرون ناوخته رسنیو ته په استول شوي پېغام کې لیکلې دي چې که څه هم د دفاع وزارت ژغورونکي ټیمونه سیمې ته رسېدلي، خو د ایسارو شوي خلکو د ژغورنې چانس کم دی. چارواکو د درېیو کسانو د بند پاتې کېدو خبره...

Read More

اوکراييني چارواکي وايي د “ځان چوونکو” ایراني بې پېلوټه الوتکو ډېرۍ پرزې په امریکا کې جوړې شوې دي

دا خبره سي.اېن.اېن خبري اژانس ته ځينو اوکراييني چارواکو د شاهد-۱۳۶ په نوم د یوې ځان چوونکې بې پېلوټه الوتکې له نیولو او څېړلو وروسته کړې ده. اوکراییني چارواکو وايي دوی ته دغه الوتکه روغه په لاس ورغلې وه چې د پرزو تر ارزونې وروسته دا ورته په ډاګه شوې...

Read More

امريکا غواړي د ايران د بې‌پيلوټه الوتکو د توليد صنعت باندې بنديزونه ولګوي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې ادریین واتسن پرون چهارشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، امریکا غواړي د بندیزونو له لارې د دغو الوتکو د تولید او صادراتو مخه ونیسي. نوموړې زیاته کړه، هغه شخصي شرکتونه له بندیزونو سره مخامخېدای شي چې دې برخه کې کار کوي....

Read More

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وايي ما هیڅکله هم نه دي ويلي چې په افغانستان کې دننه اهداف په نخښه کوو

داسي ښکاري چې ښاغلی ثناالله له خپلې هغې خبرې پرشا شوي وي چې ځو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د ده په حواله لیکل شوي وه. ‎د رانا ثناالله په حواله ټولنیزو رسنیو کې خبر خپور شوی و که چرې ا.ا په افغانستان کې ميشت د تحريک طالبان...

Read More

د متحده عربي اماراتو د دوبۍ حکومت پر الکولي مشروباتو ۳۰ سلنه مالیه بخښلې ده

ظاهراً دوبۍ دا پرېکړه د بهرنیي سیلانیانو د جذبولو لپاره کړې ده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کې دوبۍ ته د ورتللو بهرنیو سیلانیانو په شمېر کې د ورتېر ۲۰۲۱ کال په پرتله سل سلنه ډېروالۍ راغلی دی. متحده عربي امارت او د خلیج...

Read More

د سعودي النصر فوټبال لوبډلې د کریستیانو رونالډو د هرکلي لپاره نن ماښام ځانګړي مراسم نیولي دي

تمه ده کریستیانو رونالډو د هرکلي په دې مراسمو کې د النصر کمیس په تن کړي او رسماً له خپل نوي ټیم سره یو ځای شي. د پرتګال د ملي لوبډلې کپټان کریستیانو رونالډو د کال ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د سعودي عربستان له النصر لوبډلې سره د...

Read More

ا.ا وايي ۲۶ ټانکره بې‌کېفیته تېل چې نیمروز ته وارد شوي وو، بېرته ایران ته مسترد کړل شوي دي

 د ستندرډ ملي ادارې پرون په یوه بیان کې ویلي چې تر لابراتواري چک وروسته د دغو تېلو نتیجه منفي راختلې وه.  دغې ادارې یو ځل بیا ټينګار ګړی دی چې واردوونکي شرکتونه او اشخاص د بې‌کیفیته نفتي مواد په واردولو سره له قانوني چلند سره مخیږي. تېره اوونۍ...

Read More

د اطلاعاتو او کلتور رئیس په لوګر ولایت کې د یوې نوې لرغونې سیمې د کشفېدو خبر ورکړی دی

رفیع الله صمیم تېره شپه رسنیو ته په وینا کې وویل چې دا ځای د لوګر د مرکز پل علم ښار ته څېرمه د سپېڅ په سیمه کې دی چې اسلامي دورې ته اړه لري. ښاغلی صمیم زیاتوي چې لومړی د سیمې خلکو په دې ځای کې د خټينو...

Read More

ا.ا په کونړ ولایت کې د نابینا نجونو د ځانګړي لیک لوست ټولګی بند کړي دي

په دغه ټولګي کې، چې درې میاشتې پخوا پیل شوی، لسګونو نابینا نجونو بریل لیک لوست زده کول. د نابینایانو لپاره د بریل لیک د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ملګروملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ په مالي ملاتړ پرانیستل شوي و، خو ا.ا دا مرکزونه یو په...

Read More

د ایران درېیو پوهنتونو د افغان نجونو لپاره د تحصیلي بورسیو اعلان کړی دی

د ایران دولتي رسنیو پرون د دغه هېواد د علومو وزارت د سرپرست وحید حدادي اصل په حواله راپور ورکړی چې، د تهران الزهرا، د خراسان شمالي ولایت کوثر او د قُم حضرت معصومه پوهنتونونه دې  ته چمتووالې ښودلې دی چې افغان ښځېنه محصلینو ته د زده‌کړې زمینه برابره...

Read More