د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس رسنیو ته ویلې دي، دا لاره د بکک کوتل په سیمه کې د واورو له کبله بنده شوې وه، او د کوتل دواړو غاړو ته ۲۷ مسافر وړونکي موټر بند پاتې و چې پرون ماذدیګر بېرته خلاصه شوه. تر اوسه د بند...
د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ چې دا مهال کابل ته په سفر راغلې دی وایي، پلان لري ۲۰۲۳ کال کې ۷ لکه افغانانو سره مرسته وکړي. نوموړي په یوه ټویټ کې لیکلي، دوی په دې شرط بېرته د خیر ښېګڼې چارې پیلوي چې د دوی ښځینه...
تر دې مخکې ا.ا د منځني او لېسې دورې د نجونو ښوونځي تړلي وې، چې په ځینو ولایتونو کې حتا د ابتدایه دورې نجونې هم درسونو ته نه پرېښودل کېدې. مولوي حبیب الله آغا د پوهنې وزارت سرپرست وزیر پرون دوشنبه ناوخته په دې اړه په یو نوي مکتوب...
اوکراین د اوربند وړاندیز د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د دریځ د بدلولو او د روسیې د ځواکونو د پیاوړتیا یوه هڅه بللې وه. د اوکراین د لوی درستیز دفتر پرون وویل چې د روسیې له خوا د باخمت په ښار د توغندیو د ویشتلو په نتیجه کې...
د راپورونو له مخې دا پېښه پرون د خيبرپښتونخوا بنو ته څېرمه په دوغر عمرزي کلي کې شوې او بریدګر له سیمې تښتېدلي دی. تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت پر غاړه نه دی اخیستې. په پاکستان کې دا ډول پېښې تر هغه وروسته ډېرې شوې چې...
د بدخشان د اطلاعات او فرهنګ رییس معزالدین احمدي په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی دی چې د یاوان ولسوالۍ د خیراباد د سرو زرو کان د پنجشنبې په ورځ ښوېدلې وو. د کان ښوېدنې په دې پېښه کې دری کسان بند پاته وو چې یو یې ماسپيښين مهال...
د ا.ا چارواکي وايي،دا زنداني شوي افغان مهاجر په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت او په کراچۍ کې د افغان قونسلګري په هڅو خوشې شوي دي. که څه هم د نوي میلادي کال په پیل کې د سِند ایالت د زندانونو چارواکو ویلي وو هغه په سلګونه...
د اوکراین پوځ وايي، د روسیې له خوا د اوربند له اعلان وروسته هم، پرون د جنورۍ ۶مه د جنوبي ښار خرسون په ګډون په بېلابېلو جبهو کې نښتې شوي دي. په خرسون کې د اوکراین د پوځ قوماندان یاروسلاو یانوشیویچ وايي، د دغه ښار د اور وژنې څانګه...
د سفارت د خبرپاڼې له مخې، امريکا د ٢٠٠٢ کال له پيله تر اوسه پاکستان ته د افغان کډوالو د لاسنیوي لپاره ٢٧٣ ميليونه ډالره مرسته کړې ده. تر ټولو ډېرې مرستې د افغانانو لپاره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د روغتیا او پوهنې په برخو د...
د دې ادارې په پرونې اعلامیه راغلي دي چې شنبه او یکشنبې ته به د واورې او باران د اورښت احتمال وي. په اعلامیه کې د مرکزي ،شمال ختیځ، او جنوبي ولایتونو نومونه یاد شوي دي. په دې سربېره په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د څو ورځې...