Archive for Author: Fariha

ترکیې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب تاییدېدو لپاره نوی شرط اېښې دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، مخکې له دې چې د هېواد پارلمان یې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب طرح ومنې، دا دوه هېوادونه دي هغه ۱۳۰ کسان انقرې ته وسپاري چې ترکیه یې ټروریستان بولي. سویډن او فنلند تېرکال په ناټو کې د...

Read More

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې’مرسل نبي زاده’ وژنه بوږونکې بللې ده

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې ګوټرېش د دغې پېښې په تړاو د بېړنیو، هر اړخیزو او رڼو څېړنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دې پېښې عاملان باید سزا وویني. مرسل نبي زاده او د هغې یو ساتونکی د تېرې یکشنبې په ورځ...

Read More

د افغانستان د برښنا شرکت د ازبکستان په وارداتي برښنا کې د پرچاوۍ خبر ورکوي

 برښنا شرکت پرون په یو بیان کې د دې خبر په ورکولو سره د پرچاوي علت په ازبکستان کې تخنیکي عوارض بللي دي. د راپورونو له مخې د ازبکستان د برښنا مسوولو چارواکو ډاډ ورکړی چې د ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي. افغانستان خپل د اړتیا وړ...

Read More

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست وايي د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پرمخ بنده شوې ده، خو د خلاصون لپاره یې کار روان دی

 د ټولګټو چارو وزارت ویاند عبدالحمیدمصباح پرون رسنیو ته ویلې دي: په سالنګونو کې هوا لاهم توفاني ده او د شپې د سالنګونو ساتنې او څارنې د ریاست پرسونل په کار بوخت دی تر څو وکولای شي  ژر تر ژره لاره د ترافیک پرمخ خلاصه کړي. مصباح زیاتوي چې...

Read More

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي چې نن او سبا ته به د افغانستان په ځینو برخو کې د هوا درجه منفي ۳۵ ته راټیټه شي

د دې ادارې پر ټویټر پاڼه کې راغلي چې د ا.ا  له خوا په کورنیو او نړیوالو غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له کبله اړمندو افغانانو ته د بشری مرستو د رسولو چارې له جدي خنډ سره مخامخ شوې دي او دا شرایط د افغانانو...

Read More

ايران د بلجيم پر يوه خيريه کارکوونکي د ۲۸ کاله بند حکم کړی دی

د راپورونو په حواله، ۴۱ کلن اولیویه فانده‌کاستیل (Olivier Vandecasteele) چې په ایران کې نیول شوی په۲۸ کاله بند او ۷۴ دُرو محکوم شوی دی. د بلجیمي چارواکو او د فانده‌کاستیل د کورنۍ غړو په تېره ډسمبر میاشت کې ادعا کړې وه، چې نوموړی د ایران له لورې په...

Read More

د سویلي افریقا د سوداګریزو سیالیو په لومړي ورځ د راشد خان په لوبډلمشرۍ د ممبي کېپ ټاون لوبډلې د ۸ وېکټو په توپیر د پارل راویلز لوبډلې ته ماتې ورکړه

راویلز لوبډلې لومړی بیټینګ ترسره کړ او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې وکړې. د کېپ ټاون په بالینګ کې جوفرا ارچر ښه وځلید، چې په ۴ اورونو کې یې ۲۷ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول. راشد خان په...

Read More

د اسلامي همکاريو سازمان نن د افغانستان په اړه بېړنۍ غونډه جوړوي

دغه سازمان چې د سعودي عربستان په جده ښار کې دی، پرون په خپل رسمي ټویټر پاڼه کې خبر ورکړ چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر وروستيو تحولاتو او بشري وضعیت بحث کیږي. د اسلامي همکاريو سازمان او د اسلامي فقې نړیوالې اکاډمۍ تر دې مخکې...

Read More

کرزي د افغان نجونو د زده کړو په اړه د ملګرو ملتونو د نړیوالو زده کړو له ځانکړي استازي سره لېدلې دي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د نړیوالو زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي، ګورډن براون سره د نجونو د ښوونې اوروزنې پر اهمیت خبرې کړې دي. د ښاغلي کرزي په ټویټر پاڼه کې راغلي، چې په دې ویډیويي کنفرانس کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو...

Read More

د اسلامي پراختیایي بانک له پاکستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده

د اسلامي پراختیايي بانک له لورې ۴.۲ میلیارد ډالر په اندازه دا پیسې به په راتلونکې دریېو کلونو کې اسلام اباد ته د تېر کال ویجاړونکو سېلابونو د بیا رغونې لپاره ورکول کېږي. کارپوهان اقلیمي بدلون د دې سېلابونو لامل ګڼې او یو شمېر هېوادونو له پاکستان سره د...

Read More