Archive for Author: Fariha

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمینه محمد وايي، باوري ده چې له افغان مېرمنو او نجونو سره په ګډ هوډ د زده کړو او کار حقونه بېرته ترلاسه کولای شي

اغلې آمینې محمد دا خبره شنبه ناوخته په خپل ټوېټر پاڼه لیکلې او زیاته کړې یې ده چې د ټولو افغانانو لپاره د یوه سوکاله او با عزته ژوند د برابرولو په برخه کې خپلو هڅو ته ژمنه ده. آمینه محمد تېره اوونۍ کابل کې د ا.ا له لوړپوړو...

Read More

ننګرهار کې د زر ټنه قیمتي ډبرو د قاچاق مخ نیوی شوی دی

د ا.ا  د استخباراتو ریاست لخوا په خپره شوي اعلامیه کې راغلي دي چې له قاچاقه راګرځول شوي ډبرې په خپل ذات کې یې لیټیوم لري. د دغه ریاست د اوپراتیفي چارو مشر ډاکتر بشیر په ننګرهار کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د دغو قیمتي ډبرو له...

Read More

د بلوچستان په بولان سیمه کې د ریلګاډي دننه چاودنې پنځلس تنه ټپیان کړې دي

د بولان مرستیال کمېشنر سیمع الله اغا رسنیو ته ویلي دي چې دې چاودنې د ریل اته ډبې له پټلۍ بهر کړې دي. د بلوچ بېلتون غوښتونکو ویاند ازاد بلوچ تر پېښې څو ساعته وروسته وویل چې هغه ریل یې په نښه کړی دی چې پاکستاني پوځیان یې لېږدول.

Read More

د نیمروز امنیه قومانداني په دې ولایت کې د یوې ځوانې نجلۍ د ځان وژنې خبر ورکړی دی

د نیمروز قوماندانۍ د امنیت امر ملا شاه ولي ضرار رسنیو ته ویلي چې ښایي دې نجلۍ د کورنیو شخړو له امله ځان وژنه کړي وي.  ملا ضرار د پېښې په هکله نور جزییات نه دي ورکړي، خو دا یې ویلي چې پېښه د نیمروز په مرکز زرنج کې...

Read More

انټوني بلېنکن د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي له افغانستانه نړۍ ته کوم ګواښ نه شته

بلېنکن همداراز د ا.ا په هکله ویلي دي، هغه څه چې وايي نه شي ترسره کولای او یا  هم نه غواړي چې ترسره یې کړي بلېنکن د شیکاګو پوهنتون د سیاست په انسټېټيوټ کې د افغان نجونو او ښځو د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه ځېنو پوښتنو په...

Read More

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وایي،لوېدیځ دي باید ژر تر ژره پوځي مرستي اوکرایین ته ورسوي

نوموړي دا غوښتنه پرون د سویس په داووس ښار کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته د وینا پر مهال کړې ده. هغه همدارنګه ویلي دي چې دونباس اوس مهال د جګړې مرکز دی چې په دې سیمه کې د روسیې هوایي بریدونه او تهاجمي عملیات په تدریجي ډول د...

Read More

د سره صليب کمېټه وايي افغانستان کې بشري اړتياوې ډېرې شوي دي

د سره صلیب افغانستان څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي و، د دې هېواد په ملیونونه وګړي نه‌شي کولای خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي او سږ کال ژمی د دوی ستونزې لا هم ډېرې کړي دي. دا کمیټه وايي، اوس مهال افغانستان کې له ۲۴ ملیونه ډېر خلک...

Read More

د ارزګان ولايت سيمه‌ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په چهارچينو ولسوالۍ کې تېره ورځ په دوه جلا پېښو کې يوه ښځه او ماشوم وژل شوي دي

د د ارزګان ولايت د والي وياند احسان الله حماس رسنیو ته ويلي، په لومړۍ پېښه کې یوه مېرمنه د خپل خاوند له لورې په چهارچينو ولسوالۍ کې وژل شوې ده. نوموړي د لومړي پېښې په هکله ډېر جزیات ندي ورکړي خو دايي ویلې دي چې قاتل له سیمي...

Read More

د افغانستان د کرکټ بورډ اداره: له افغانانو د کرکټ خوښي اخیستل په خپله د بشر ضد ګام دی

وروسته له هغې چې د بشر حقونو نړیوال سازمان اړوند د اسټرالیا څانګې د کرکټ له نړیوالې شورا د افغان کرکټ ادارې د غړیتوب د ځنډېدو غوښتنه وکړه، کرکټ بورډ یې په غبرګون کې ویلي چې له افغانانو باید دا خوښي وانخیستل شي. عبدالله خان پکتاني د کرکټ بورډ...

Read More

د اوکراین په مرکزي ښار دنیپرو کې د مړو شمېر نږدې ۴۰کسانو ته پورته شوی دی

د روسیې د میزایل برید په قربانیانو کې درې کوچنیان هم شامل دي. د راپورونو له مخې پېښه کې  د څلورو کوچنیانو په کډون ۷۵ تنه ټپیان شوي دي. د شنبې ورځې دغه برید پر یوې نهه پوړیزې ودانۍ وشو چې د ودانې یوه لویه برخه ونړېده.

Read More