ولادمیر زلنسکي د تېرې شپې په وینا کي وویل، اوکرايیني ځواکونه په ختیځه سیمه دونیڅک، په شمال ختیځه سیمه خارکیف او په جنوبي سیمو میکولایف او زاپوریژیا کې لاسته راوړنې لري.
د زلنسکي لهخوا د جګړې د ډګرونو ارزونه داسې مهال کېږي، چې هغه د یکشنبې په ورځ په یوه مرکه کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د اټومي وسلو د کارونو د خبرداري موضوع رد کړه.
همداراز د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان هم روسيې ته خبر داری ورکړی او ویلي، چې واشنګټن مسکو ته څرګنده کړې، که د اوکرايین په وړاندې اټومي وسله وکاروي، له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.