تېره شپه د پاکستاني پوځ یوه څرخي الوتکه د بلوچستان ایالت په هرنايي سیمه کې نسکوره شوې ده چې په نتیجه کې یې د دوی ۴ پرسونل او ۲ پیلوټان وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې نن په یوه اعلامیه کې ویلي دي، دغه الوتکه تېره شپه ناوخته د الوتنې په ماموریت بوخته وه.
د دې پېښې په باب د پوځ په اعلامیه کې ډېر وضاحت نهدی ورکړل شوی، خو په بلوچستان ایالت کې بلوڅ بېلتون غوښتونکي فعال دي