د روغتیا د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې او همدارنګه د نړیوال وجهي صندوق استازي په همدې هدف افغانستان ته سفر کړی دی.
د ا.ا عامې روغتیا وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې تړاو لومړۍ غونډه د روغتیاپالې سهیلا صدیق په نوم جوړ شوي تالار کې دایره شوه.
دغه استازي د نړیوال مالي صندوق د دفتر په مالي مرسته افغانستان ته راغلي دي او تمه ده ،د مرکز سربېره په ولایتونو کې هم د نري رنځ ناروغۍ د کنټرول ملي پروګرام له نږدې وارزوي.
د نري رنځ یا توبرکلوز د کلني راپور په اساس ،افغانستان کې هر کال تر ۱۳ زره کسان د دې ناروغۍ له امله مري او افغانستان په سیمه کې د توبرکلوز د ډېرو پېښو لرونکی هېواد دی