د ا.ا د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین .حقاني چې لا هم د امریکا او د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې دی له والیانو، امنیه قوماندانانو او ولسوالانو غوښتي چې د ژورو څاهګانو مالکانو ته، د څاهګانو د سرونو د پوښلو سپارښتنه وکړي.
د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي: “ټولو اړونده چارواکو ته هدایت ورکول کېږي چې په خپلو اړوندو ولایتونو کې د څاه ګانو مالکینو ته خبر ورکړي، څو د خپلو څاګانو سرونه پټ کړي. د نه پټولو په صورت کې به اړوند کسان عدلیي او قضايي ادارو ته سپارل کېږي.”
په دې ورستيو کې ژورو څاګانو ته د یو شمېر ماشونانو او مېرمنو لوېدنه چې ډېری يې مړه شوي ،خلک اندېښمن کړي