د غیر ناټو د متحدینو له لیسټه د افغانستان نوم لېرې شو

د غیر ناټو د متحدینو له لیسټه د افغانستان نوم لېرې شو

د امریکا جمهور رییس جوبایډن په یوه رسمي لیک کې د غیر ناټو عمده متحدینو له لېسټه د افغانستان نوم‌ رسماً لېرې کړ

په دې لیک کې جمهور رییس بایډن لیکلي دي: “هغو واکونو ته په کتو چې د امریکا د اساسي قانون له‌ مخې د یوه جمهور رییس په توګه ما ته راکړل شوي، د غیر ناټو د عمده متحده په توګه د افغانستان عضویت پای ته رسوم.”

 په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلېنټن کابل ته د سفر پر مهال افغانستان د غیرناټو د عمده متحد په توګه اعلان کړ

ا.ا  بیا د امریکا د جمهور رییس له دې پرېکړې هرکلی کړی دی