امریکا: مظاهرو په خاطر غواړي ایران کې د انټرنیټي خدماتو اسانتیا زیاته کړي

امریکا: مظاهرو په خاطر غواړي ایران کې د انټرنیټي خدماتو اسانتیا زیاته کړي

 

انټرنېټي خدمات د ایران د حکومت د اقداماتو په نتیجه کې سخت زیانمن شوي دي.

په ایران کې روانې مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې د مهسا امیني په نوم یوه ځوانه نجلۍ د ایران د ګشت ارشاد پولیسو د پوره حجاب د نه مراعتولو په تور د سپټمبر په ۱۳مه ونیوله او درې ورځې وروسته په کوما حالت کې روغتون ته ورسول شوه چې هلته یې ساه ورکړه.

د امریکا د خزانې وزارت پرون د سپټمبر ۲۳مه په یوه بیان کې وویل چې امریکا هڅه کوي د انټرنېټې خدماتو د جواز د اپډېټ کولو له لارې په ایران کې له انټرنېټي آزادیو څخه ملاتړ پراخ کړي.

راپورونه وايي، په داسې حال کې چې د ایران حکومت له نړیوال انټرنېټ څخه د خلکو ارتباط پرې کوي، متحدایالات داسې اقدامات کوي چې له مخې یې د ایران خلکو ته د حقایقو په اساس د معلوماتو جریان چمتوکړي .