د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري پرون پر ټویټر ولیکل چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د ۷۷ غونډې په څنډه کې یې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي طارق علي بخیت سره په داس حال کې چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ هم حاضر و، وکتل.
مېرمن امیري ویلي دوی په دې کتنه کې موافقه وکړه چې د افغان نجونو د تعلیم د حق لپاره باید په افغانستان کې د ښځو د حقونو د یوې برخې په توګه مبارزه وشي
د نجونو تعلیم هغه مسئله ده چې مېرمن امیري او نورو امریکايي چارواکو یې په وار وار ملاتړ کړی او پر ا. ا یې فشار راوستی ترڅو د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي