د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د افغانستان په لوېدیځ کې یې د څو بهرنیو هېوادونو ډاکترانو په مرسته د سترګو په سلګونو ناروغان معاینه کړي دي

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د افغانستان په لوېدیځ کې یې د څو بهرنیو هېوادونو ډاکترانو په مرسته د سترګو په سلګونو ناروغان معاینه کړي دي

په لوېدیځ کې د سرې میاشتې ټولنې عملیاتي مشر مولوي محمد اصف صدیقي پرون رسنیو ته ویلي چې پرون او وړمه ورځ د سترګو شاوخوا ۲۰۰۰ ناروغان معاینه او ۴۵ نور عملیات شوي دي.

ویل کیږي دغه ۱۸ ډاکتران چې د سعودي عربستان او پاکستان اتباع دي، په وروستیو کې د افغانستان لوېدیځ ته تللي او هلته د سرې میاشتې ټولنې په مرسته د سترګو د ناروغانو په درملنه کې همکاري کوي.

د سرې میاشتې ټولنې چارواکي وايي، د ملک سلمان د بنسټ په مالي ملاتړ په پام کې لري چې د سترګو ۴۰۰۰ ناروغان تداوي او ۴۰۰ نور عملیات کړي.