دې ادارې پرون دوشنبې په یوه اعلامیه کې ویلي سږ کال په افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو نژدې درې تنه یې د ناورین د کچې لوږې سره مخامخ دي چې د دغو ماشومانو ټول شمېر شپږنیم میلیونو ته رسیږي.
په هېواد کې اوږد مهاله وچکالي، د سېلونو بهېدل، او له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو بېرته ستانېدل هغه لاملونه دي چې ماشومان یې سخت اغېزمن کړي دي.
د ماشومانو د ساتنې ادارې د بېلګې په توګه وروستیو سېلونو ته اشاره کړې چې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان یې وژلي چې لویه برخه یې کوچنیان دي.