ا.ا غور کې یوه ښځه او ۷ نارینه په دُرو وهلي دي

ا.ا غور کې یوه ښځه او ۷ نارینه په دُرو وهلي دي

د ا.ا سترې محکمې پرون دوشنبه خبر ورکړ اته کسان چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، د غور ولایت مرکز فېروزه کوه ورزشي سټډیوم کې په دُرو وهل شوي او ځینې نور یې په بند محکوم شول.

د ا.ا د سترې محکمې په خبره دا کسان په زنا، لواطت او له کوره د تېښتې په جرمونو تورن وو خو دا چې تورن کسان د ځان د دفاع لپاره وخت او امکانات درلودل که یا، څه نه دي ویل شوي.

پر ا.ا نیوکه ده چې له بیا واکمنېدو راهیسې یې له لسګونو تورونو کسانو په زور اقرار اخیستل کیږي او مدافع وکیل ته له لاسرسي پرته په عام محضر کې سزاګانې ورکول کیږي.