یونېسف وايي، هره ورځ ۲۲زرو سېلاب ځپلو افغانانو ته پاکې اوبه رسوي

یونېسف وايي، هره ورځ ۲۲زرو سېلاب ځپلو افغانانو ته پاکې اوبه رسوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف پر خپل ایکس‌پاڼې کښلي چې افغانستان کې د ورستیو سیلابونو له کبله د اوبو رسونې شبکې ویجاړې شوي او ډېری کورنۍ پاکي او د څښاک وړ اوبو ته له لاس رسی نه لري.

یونېسف افغانستان اضافه کړي چې هره ورځ څه باندې ۲۲زرو کسانو ته په ټانکرونو کې پاکې اوبه وړي او هر کس ته شاوخوا ۱۵ لیتره اوبه رسېږي.

سېلابونو د افغانستان په ډېریو ولایتونو له هغې ډلې بغلان، غور او فاریاب کې سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې او لسګونه زره کسان یې اغېزمن کړي چې د دې خلکو یوه لویه برخه د عادي  ژوند تېرولو لپاره حتی د څښاک وړ پاکي اوبه او کافي خواړه نه لري.