د افغانستان د شلو اورونو لوبډلمشر راشدخان په شل اوریزو لوبو کې ۵۰۰ وېکټې پوره کړې او د نړۍ په کچه د وېکټو اخيستونکو په ډله کې دویم مخکښ توپ اچونکی شو.
خان په ۳۷۱ شل اوریزو سیالیو کې پوره ۵۰۰ وېکټې ترلاسه کړي دي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ د سویلي افریقا په لیګ کې د پرېټوریا کپيټل لوبډلې پر وړاندې په ۴ اورونو کې ۱۶ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخیستې چې په دې سره یې د ټولو شل اوریزو سیالیو د وېکټو مجموعه پنځه سوو ته ورسېده.
خان اوسمهال د ویسټ اینډیز له لوبغاړي ډوېن براوو وروسته په دویم مقام کې ځای لري.