د بدخشان په پامیر کې یوې سختې ناروغۍ د ۲۱ کسانو ژوند اخیستی دی

د بدخشان په پامیر کې یوې سختې ناروغۍ د ۲۱ کسانو ژوند اخیستی دی

د ملي تلوېزیون د راپور له مخې افغان روغتیاپالان د ناروغانو د درملنې لپاره د تاجکستان له لارې پامیر ته تللې دي.

په راپور کې زیاته شوې چې دمګړۍ د کوېډ۱۹ او یا شدیدې نمونیا یا سینه و بغل په څېر دا ناروغي د روغتیاپالانو له هڅو سره بېرته تر کنټرول لاندې راغلې ده.

د پامیر اوسېدونکو شکایت کړی دی چې له سیمې څخه د روغتیايي مرکزونو لیرې والی د دې سبب شوی چې دوی په آسانۍ سره خپل ناروغان نه شي ور رسولی.

پامیر د بدخشان د واخان ولسوالۍ په وروستۍ څنډه کې د چین پاکستان او تاجکستان تر منځ په پوله پرته لوړه غرنۍ سيمه ده چې په ژمي کې یې هوا ان منفي دېرشو پورې سړېږي.

د پامیر په ګډون د سړې څپې له امله د افغانستان په ډېرو سیمو کې ۱۰۴ کسان مړه شوي او اویا زره څاروي هم تلف شوي دي.