د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمینه محمد وايي، باوري ده چې له افغان مېرمنو او نجونو سره په ګډ هوډ د زده کړو او کار حقونه بېرته ترلاسه کولای شي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمینه محمد وايي، باوري ده چې له افغان مېرمنو او نجونو سره په ګډ هوډ د زده کړو او کار حقونه بېرته ترلاسه کولای شي

اغلې آمینې محمد دا خبره شنبه ناوخته په خپل ټوېټر پاڼه لیکلې او زیاته کړې یې ده چې د ټولو افغانانو لپاره د یوه سوکاله او با عزته ژوند د برابرولو په برخه کې خپلو هڅو ته ژمنه ده.

آمینه محمد تېره اوونۍ کابل کې د ا.ا له لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې د نجونو او ښځو د کار او تعلیم په وړاندې د لګېدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې وه.