ننګرهار کې د زر ټنه قیمتي ډبرو د قاچاق مخ نیوی شوی دی

ننګرهار کې د زر ټنه قیمتي ډبرو د قاچاق مخ نیوی شوی دی

د ا.ا  د استخباراتو ریاست لخوا په خپره شوي اعلامیه کې راغلي دي چې له قاچاقه راګرځول شوي ډبرې په خپل ذات کې یې لیټیوم لري.

د دغه ریاست د اوپراتیفي چارو مشر ډاکتر بشیر په ننګرهار کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د دغو قیمتي ډبرو له ډلې ۲۵۰ ټنه په ننګرهار او پاتې لویه برخه یې په کونړ کې ضبط شوې ده.

ډاکټر بشیر وايي: ” دوی د ډبرو د قاچاق له پروګرامه مخکې خبر شوي وه خو د دې لپاره چې اصلي عاملین ونیسي، قاچاقبرانو ته یې وخت ورکړ تر څو قیمتي ډبرې جلال اباد ته ورسوي.

په دې پېښه کې پنځه تنه قاچاقبران نیول شوي چې دوه تنه یې د چین هېواد اتباع دي او دری نور یې افغانان دي چې د خرید چاري یې مخته وړلې.

په کابل کې د چین سفارت د قاچاق په تور د خپلو دوو اتباعو د نیول کېدو په تړاو لا څه نه دي ویلي.