د سره صلیب افغانستان څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي و، د دې هېواد په ملیونونه وګړي نهشي کولای خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي او سږ کال ژمی د دوی ستونزې لا هم ډېرې کړي دي.
دا کمیټه وايي، اوس مهال افغانستان کې له ۲۴ ملیونه ډېر خلک عاجل بشري مرستو ته اړتیا لري، په دوی کې نږدې شل ملیونه وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري او ۴،۷ ملیونه وګړي هم د خوړو له شدید کمښت سره مخامخ دي.
سره صلیب په افغانستان کې له څه باندې دېرشو کلونو راهیسې، په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمتونه رسولي خو دا کمیټه وايي اوس اړتیاوې ډېرې سوي چې باید ډېره هڅه ترسره شي.