د ارزګان ولايت سيمه‌ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په چهارچينو ولسوالۍ کې تېره ورځ په دوه جلا پېښو کې يوه ښځه او ماشوم وژل شوي دي

د ارزګان ولايت سيمه‌ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په چهارچينو ولسوالۍ کې تېره ورځ په دوه جلا پېښو کې يوه ښځه او ماشوم وژل شوي دي

د د ارزګان ولايت د والي وياند احسان الله حماس رسنیو ته ويلي، په لومړۍ پېښه کې یوه مېرمنه د خپل خاوند له لورې په چهارچينو ولسوالۍ کې وژل شوې ده.

نوموړي د لومړي پېښې په هکله ډېر جزیات ندي ورکړي خو دايي ویلې دي چې قاتل له سیمي تښتېدلی دی.

دوهمه پېښه هم په همدې ورځ ياده ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې یو ماشوم د ناچاودېدونکو مرميو د چاودېدو له امله ووېل شو.

تر دې وړاندې پرون د غزني ولايت  څخه هم د يوې ښځې او يوې ماشومې په ګډون د څلورو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي وو.