وروسته له هغې چې د بشر حقونو نړیوال سازمان اړوند د اسټرالیا څانګې د کرکټ له نړیوالې شورا د افغان کرکټ ادارې د غړیتوب د ځنډېدو غوښتنه وکړه، کرکټ بورډ یې په غبرګون کې ویلي چې له افغانانو باید دا خوښي وانخیستل شي.
عبدالله خان پکتاني د کرکټ بورډ د رسنیزې څانګې مشر رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې افغان کرکټ د کرکټ نړیوالې شورا یوه ستره لاسته راوړنه ده.
ښاغلی پکتانی زیاتوي: “دغه حقیقت نړیوالو هم منلی دی او د دې تر څنګ افغانستان د کرکټ نړۍ ته ډېر لوی نومونه او استعدادونه وړاندې کړي دي، افغان کرکټ پورې د ټولو افغانانو خوښۍ او ویاړونه تړلي دي او دغو لوبو همېشه د دوی پر مخونو خندا خپره کړې ده”
هغه د بشر حقونو د دغه سازمان د غوښتنې په تړاو وايي، د دوی په خپل موقف ټینګار دا په حقیقت کې د بشر ضد ګام دی.
د بشر حقونو په نړیوال سازمان کې د نړیوال نوښت مسوولې مینکي وردن پرون دوشنبه په یوه بیان کې ویلي چې د ا.ا له لورې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو په غبرګون کې یې د کرکټ له نړیوالې شورا/ای سي سي غوښتي چې د دې هېواد د کرکټ غړیتوب وځنډوي.
د یادونې وړ ده چې د جنورۍ میاشتې په دولسمه نېټه د اسټرالیا کرکټ ادارې هم پر ښځو او انجونو د لګول شویو بندېزونو له امله له افغان لوبډلې سره په مارچ میاشت کې ۳ یو ورځنۍ لوبې لغوي کړې.
د اسټرليا د کرکټ بورډ دا پرېکړه د افغان لوبغاړو او مینوالو له سخت غبرګون سره مخ شوه.