د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې’مرسل نبي زاده’ وژنه بوږونکې بللې ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې’مرسل نبي زاده’ وژنه بوږونکې بللې ده

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې ګوټرېش د دغې پېښې په تړاو د بېړنیو، هر اړخیزو او رڼو څېړنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دې پېښې عاملان باید سزا وویني.

مرسل نبي زاده او د هغې یو ساتونکی د تېرې یکشنبې په ورځ د سهار لخوا د ناپېژنده وسله والو لخوا د خپل کور دننه کابل کې ووژل شوه.

تراوسه چا د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.