برښنا شرکت پرون په یو بیان کې د دې خبر په ورکولو سره د پرچاوي علت په ازبکستان کې تخنیکي عوارض بللي دي.
د راپورونو له مخې د ازبکستان د برښنا مسوولو چارواکو ډاډ ورکړی چې د ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.
افغانستان خپل د اړتیا وړ څه باندې اویا سلنه انرژي له ګاونډیو هیوادونو څخه واردوي.