د ټولګټو چارو وزارت ویاند عبدالحمیدمصباح پرون رسنیو ته ویلې دي: په سالنګونو کې هوا لاهم توفاني ده او د شپې د سالنګونو ساتنې او څارنې د ریاست پرسونل په کار بوخت دی تر څو وکولای شي ژر تر ژره لاره د ترافیک پرمخ خلاصه کړي.
مصباح زیاتوي چې د کابل- کندهار او غور- هرات په ګډون د هېواد د نورو لویو لارو ستونزې له منځه وړل شوي او مسافرین کولای شي په دې لارو تګ راتګ وکړي.
افغانستان اوسمهال د تېرو څو لسیزو له ترټولو سخت ژمي سره مخامخ دی.