د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي چې نن او سبا ته به د افغانستان په ځینو برخو کې د هوا درجه منفي ۳۵ ته راټیټه شي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي چې نن او سبا ته به د افغانستان په ځینو برخو کې د هوا درجه منفي ۳۵ ته راټیټه شي

د دې ادارې پر ټویټر پاڼه کې راغلي چې د ا.ا  له خوا په کورنیو او نړیوالو غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له کبله اړمندو افغانانو ته د بشری مرستو د رسولو چارې له جدي خنډ سره مخامخ شوې دي او دا شرایط د افغانانو ستونزې لا ډېرې کړي دي.

له بلې خوا طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو وزارت ویاند صفي الله رحیمي وايي، د دوی مسوولین د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګزمې کوي تر څو مستحق خلک په نښه کړي او د هغوی اړوندې ستونزې حلې کړي.