ايران د بلجيم پر يوه خيريه کارکوونکي د ۲۸ کاله بند حکم کړی دی

ايران د بلجيم پر يوه خيريه کارکوونکي د ۲۸ کاله بند حکم کړی دی

د راپورونو په حواله، ۴۱ کلن اولیویه فانده‌کاستیل (Olivier Vandecasteele) چې په ایران کې نیول شوی په۲۸ کاله بند او ۷۴ دُرو محکوم شوی دی.

د بلجیمي چارواکو او د فانده‌کاستیل د کورنۍ غړو په تېره ډسمبر میاشت کې ادعا کړې وه، چې نوموړی د ایران له لورې په جاسوسۍ محکوم شوی دی.

ویل شوي دغه بلجیمی د امریکا د متحدو ایالتونو سره د ایران بر خلاف د توطيې په جوړولو او د پیسو په مینځلو محکوم دی.

فانده‌کاستیل او بلجیم هیواد دغه ټول تورونه رد کړي او ناسم یې بللي دي.