د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د نړیوالو زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي، ګورډن براون سره د نجونو د ښوونې اوروزنې پر اهمیت خبرې کړې دي.
د ښاغلي کرزي په ټویټر پاڼه کې راغلي، چې په دې ویډیويي کنفرانس کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو پر پرانیستل کېدو ټینګارشوی دی.
ویل کیږي ښاغلي کرزي له ښاغلي براون نه غوښتې دي ، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د تعلیم د وضعیت ښه کېدو لپاره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
ګورډن برون چې اوس د نړیوالو زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استاز دی، د بریتانیا د صدراعظم په توګه یې هم دنده ترسره کړې ده
د ا.ا لوړو زدهکړو وزارت د ۲۰۲۲ م کال د ډسمبر پر ۲۰مه دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د یو مکتوب په استولو سره تر امر ثانې پورې يې پوهنتونونو ته د نجونو تګ منع کړ.
نن ۴۷۸ ورځې کیږي، چې افغان نجونې ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه لري.