تر دې مخکې ا.ا د منځني او لېسې دورې د نجونو ښوونځي تړلي وې، چې په ځینو ولایتونو کې حتا د ابتدایه دورې نجونې هم درسونو ته نه پرېښودل کېدې.
مولوي حبیب الله آغا د پوهنې وزارت سرپرست وزیر پرون دوشنبه ناوخته په دې اړه په یو نوي مکتوب کې امر کړی چې په ټولو ولایتونو کې باید له شپږم ټولګي ښکته د نجونو ښوونځي، مدرسې، کورسونه او د موسسو له خوا تمویلیدونکي ټولګي په بشپړه توګه بېرته فعاله شي.
د پوهنې وزارت همدارنګه ښځینه ښوونکو ته امر کړی دی چې په خپل حجاب کې په پوره ډاډ بېرته تدریس ته دوام ورکړي.