اوکراین د اوربند وړاندیز د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د دریځ د بدلولو او د روسیې د ځواکونو د پیاوړتیا یوه هڅه بللې وه.
د اوکراین د لوی درستیز دفتر پرون وویل چې د روسیې له خوا د باخمت په ښار د توغندیو د ویشتلو په نتیجه کې دوه کسان وژل شوي دي.
د اوکراییني پوځ وياند پرون د دغه هېواد تلوېزيون ته ويلې دي چې د اوکرایین په ختیځ کې د جنورۍ په اوومه د باخموت او سولدر په ښارونو کې چې د اوکرايني ځواکونو تر کنټرول لاندې دي، جنګ لا هم دوام لري.
اوکرایني ځواکونه په دې هڅه کې دي چې دښمن ته د پرسونل او تجهیزاتو په برخه کې تر ټولو ډېر ضرر ورسوي او د خپلو ځواکونو ساتنه وکړي.