په بدخشان کې دوه کان کیندونکي تر خاورو لاندې له شپیتو ساعتو بند پاتې کېدو وروسته ژغورل شوي دي

په بدخشان کې دوه کان کیندونکي تر خاورو لاندې له شپیتو ساعتو بند پاتې کېدو وروسته ژغورل شوي دي

د بدخشان د اطلاعات او فرهنګ رییس معزالدین احمدي په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی دی چې د یاوان ولسوالۍ د خیراباد د سرو زرو کان د پنجشنبې په ورځ ښوېدلې وو.

د کان ښوېدنې په دې پېښه کې دری کسان بند پاته وو چې یو یې ماسپيښين مهال ژغورل شوی و او دوه نور د شنبې په شپه نهه بجې او شل دقیقې له خاورو ژوندي راویستل شول.

د دغې ژغورنې وډیوګانې او عکسونه د بدخشان د اطلاعات او فرهنګ د ریاست په فیسبوک پاڼه هم خپاره شوي دي.