د ا.ا چارواکي وايي،دا زنداني شوي افغان مهاجر په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت او په کراچۍ کې د افغان قونسلګري په هڅو خوشې شوي دي.
که څه هم د نوي میلادي کال په پیل کې د سِند ایالت د زندانونو چارواکو ویلي وو هغه په سلګونه افغان زندانیان به ډېر ژر خوشې کړي چې د بند مودې یې پوره شوي خو د ډېرېو یې د بند مودې له تېرېدو سره لا هم په بند کې ورځې شپې سباه کولی.
د راپورونو له مخې اکثر دغه افغان کډوال پاکستان ته د ناقانونه تلو په خاطر په دوو میاشتو بند محکوم شوي وو.
د دغو افغان کډوالو د خلاصون لپاره په سیمه ییزه کچه مدافع وکیلانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو هڅې کړې دي.