د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د غره ښووېدنې په پېښه کې د بند پاته شویو کسانو د ژغورلو هڅې د واورې او توفاني هوا په خاطر ټکنۍ شوي دي

د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د غره ښووېدنې په پېښه کې د بند پاته شویو کسانو د ژغورلو هڅې د واورې او توفاني هوا په خاطر ټکنۍ شوي دي

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پرون ناوخته رسنیو ته په استول شوي پېغام کې لیکلې دي چې که څه هم د دفاع وزارت ژغورونکي ټیمونه سیمې ته رسېدلي، خو د ایسارو شوي خلکو د ژغورنې چانس کم دی.

چارواکو د درېیو کسانو د بند پاتې کېدو خبره کړې ده، خو ځینې رسنې بیا وايي د لسو کسانو د بند پاتې کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د غره  ښووېدنې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ پېښه شوې وه.