د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وايي ما هیڅکله هم نه دي ويلي چې په افغانستان کې دننه اهداف په نخښه کوو

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وايي ما هیڅکله هم نه دي ويلي چې په افغانستان کې دننه اهداف په نخښه کوو

داسي ښکاري چې ښاغلی ثناالله له خپلې هغې خبرې پرشا شوي وي چې ځو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د ده په حواله لیکل شوي وه.

‎د رانا ثناالله په حواله ټولنیزو رسنیو کې خبر خپور شوی و که چرې ا.ا په افغانستان کې ميشت د تحريک طالبان پاکستان خلاف ګامونه وانخلي نو پاکستان حق لري په افغانستان کې هغه ترهګر په نخښه کړي کوم چې په پاکستان کې ترهګري کوي.

‎د رانا ثنالله تر بيان وروسته د ا.ا د حکومت وياند ذبېح الله مجاهد سخت غبرګون ښودلی و او په يو بيان کې يې ويلي وو پاکستان دې د بې بنياده او پاروونکي ويناګانو نه ډډه وکړي ګني ا.ا د افغانستان په دفاع کې تر هر چا ښه پوهيږي او په دفاعي جنګ کې د هرچا ډېره تجربه لري.