ا.ا وايي ۲۶ ټانکره بې‌کېفیته تېل چې نیمروز ته وارد شوي وو، بېرته ایران ته مسترد کړل شوي دي

ا.ا وايي ۲۶ ټانکره بې‌کېفیته تېل چې نیمروز ته وارد شوي وو، بېرته ایران ته مسترد کړل شوي دي

 د ستندرډ ملي ادارې پرون په یوه بیان کې ویلي چې تر لابراتواري چک وروسته د دغو تېلو نتیجه منفي راختلې وه.

 دغې ادارې یو ځل بیا ټينګار ګړی دی چې واردوونکي شرکتونه او اشخاص د بې‌کیفیته نفتي مواد په واردولو سره له قانوني چلند سره مخیږي.

تېره اوونۍ هم اوه ټانکره بې کیفیته تېل ایران ته مسترد شوي وو.

بې‌کیفیته تېل د هوا ککړتیا او د ماشینونو د خرابېدو یو لوی عامل یادیږي.