د اطلاعاتو او کلتور رئیس په لوګر ولایت کې د یوې نوې لرغونې سیمې د کشفېدو خبر ورکړی دی

د اطلاعاتو او کلتور رئیس په لوګر ولایت کې د یوې نوې لرغونې سیمې د کشفېدو خبر ورکړی دی

رفیع الله صمیم تېره شپه رسنیو ته په وینا کې وویل چې دا ځای د لوګر د مرکز پل علم ښار ته څېرمه د سپېڅ په سیمه کې دی چې اسلامي دورې ته اړه لري.

ښاغلی صمیم زیاتوي چې لومړی د سیمې خلکو په دې ځای کې د خټينو لوښو د لیدلو خبر ورکړ چې وروسته بیا له کابل څخه راغليو پلاويو د سیمې لرغونتیا په تثبیتولو سره، د ساتنې لپاره یې لازم تدابیر ونیول.

لوګر ولايت څو لرغونې سیمې لري او تر ټولو مهمه یې د عینکو د کان لرغونې سیمه ده چې نړیوال شهرت لري.

د برکي برک ولسوالۍ د سجاوند او د خروار ولسوالۍ د کافر کوټ لرغونې سیمې هم د دې ولایت د پام وړ لرغونې سیمې دي.