د ایران درېیو پوهنتونو د افغان نجونو لپاره د تحصیلي بورسیو اعلان کړی دی

د ایران درېیو پوهنتونو د افغان نجونو لپاره د تحصیلي بورسیو اعلان کړی دی

د ایران دولتي رسنیو پرون د دغه هېواد د علومو وزارت د سرپرست وحید حدادي اصل په حواله راپور ورکړی چې، د تهران الزهرا، د خراسان شمالي ولایت کوثر او د قُم حضرت معصومه پوهنتونونه دې  ته چمتووالې ښودلې دی چې افغان ښځېنه محصلینو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړي.

د حدادي اصل په خبره الزهرا پوهنتون د اوس لپاره د پنځوسو نجونو او حضرت معصومه پوهنتون د درېیو سوو افغان نجونو د منلو ژمنه کړې ده.

دغو پوهنتونو ویلي دي، د لیلیې د امکاناتو په ډېرېدو سره، نورې افغانې نجونې به هم ومنې.

ایران وروسته له هغه د افغان نجونو لپاره د حضوري او انلاین زده‌کړو د زمینې د برابرولو ډاډ ورکړ چې ا.ا افغان محصلانې پوهنتون ته له تلو منع کړې.

د ایران سربېره امریکا، قطر، متحده عربي اماراتو او د نړۍ ځینو نورو هېوادونو هم افغان نجونو ته سلګونه بورسونه اعلان کړي.

افغانو انجونو د دې بورسیو هرکلی کړی دی خو اندېښنه لري دي چې ښایي ا.ا یې بهر ته د زده کړو لپاره پرې‌نږدي.