د اوکراین پوځ ویلي، دفاعي ځواکونو یې د روسیې له ۲۰ راکټونو ۱۲ راکټونه شنډ کړي.
چې شپږ یې د کییف په لور توغول شوي وو.
د اوکرایین د پلې ځواکونو قومندان اولیکسي پاولوک په ټېلېګرام کې د پلازمېنې د درېیو سیمو په ګډون د یو هوټل او یوه کور د ورانېدو خبر ورکړی دی.
د اوکراین لوېدیځ ميکولايف او خملنيتسکي سيمو په ګډون پر نورو سيمو کې هم د روسي ځواکونو له راکټي بريدونو راپور ورکړل شوى دى.